16.09.2012

پلان ‌B د افغانستان د تجزیې په باب د امریکا او لندن د رازجزیات

احمدالله رحمانې

د سپتامبر په ۳ نیټه ما د »کال ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان دتجزیې پلان« تر عنوان لاندي یوه لیکنه رسنیو ته وړاندي کړه چي بیا وروسته د افغانستان یوې خپلواکي ورځپاني خپره کړه او د هغې په مقابل کي مشرانو جرګې هم سخت غبرګون خپور کړ . دوې ورځي وروسته بیا د انګریز د پارلمان غړي چی دا پلان یې خپل پارلمان ته وړاندي کړی وو، دا خبره ومنل او بیا دانډیپنډنت ورځپاني هم دا خبر خپور کړ . پدې ورځو کي د انګریز د حکومت او د پلان جوړونکیي » توبیاز ایلوډ« له خوا داسي ګنګوسې خپرې شوي دي چي ګواکي هغوی خپل پلان بیرته واخیست او دافغانستان تر تجزیې تیر شول . اما داسي نده. د افغانستان دتجزیې په اړه اوس هم د پردې شاته پوره فعالیتونه روان دي او اوس نه یواځي انګریز په دې پلان کي ښکیل دی بلکه امریکا له خپله پلوه او پاکستان له خپله پلوه ځانګري وړاندیزونه او پلانونه وړاندي کړي دي . د توبیاز ایلوډ پلان چي افغانستان به پر ۸ برخو لکه کندهار ، کابل ، هرات ، مزارشریف ، کندز، جلال اباد ، خوست او بامیان باندي ویشل کیږي او هره منطقه به په ځانګړي توګه اداره کیږي ، د واشنګټن د پلان سره سمون نه لري . په امریکا کي په کال ۲۰۱۰ کي د هاروارد دیونیورسټي یوه پروفیسور د »رابرت بلاکویل« په نامه پخوا لا د افغانستان تجزیه پلان کړې وه . خو هغه وخت لا امریکایان د خپل غرور پر خره سپاره وه او دا پلان یې په لمړنې ګام کې لازم و نه باله . دا پدې چي هغوی په افغانستان کي د جنګ ګټل حتمي بللی وو . نو ځکه یې د رابرت بلاکویل پلان ته د »پلان بي«یاني ددوهم پلان نوم ورکړ . ددی مانا داوه چي که هغوی په افغانستان کي ماته وخوري نو بیابه دادویم پلان عملی کیږي . اوس څنګه چي امریکا پدې پوه شوه چي په افغانستان کي د جنګ ګټل امکان نلري نود رابرت بلاکویل ددویم پلان وخت رارسیدلی دی .

دا پلان په نظر کي لري چي افغانستان به په لمړنی ګام کي پر دوو حصو ویشل کیږي . یوه حصه یې د هغو قومونو لپاره چي په پښتو ژبه خبري کوي او یوه حصه د هغو لپاره چی ژبه یې پښتو نه وي ، لکه تاجک ، ازبک او هزاره . ده پښتنو لپاره به دافغانستان
۴۰ سلنه او نورو ژبو لپاره به ۶۰ سلنه ور کول کیږي . د رابرت بلاکویل د پلان له مخي د پښتنو منطقې به عبارت وي له کونړونو ،لغمان، ننګرهار ،خوست ، پکتیا ، پکتیکا ، دغزني نیمایي ، زابل ، کندهار هلمند ، اروزګان او د فراه نیمایي . هغه هوایي اډې چی په مزارشریف ، بګرام ، دشینډنډ او چخانسور- نیمروز کي پرتې دي ، د تاجکو په منطقو پوری به مربوط کیږي . د کندهار دهوایي ډګر نه به نظامي مهمات ټول شینډنډ او یا نیمروز ته نقل کیږي او د کندهار هوایي میدان به طالبانو ته ور سپارل کیږي . درابرت بلاکویل له پلان له مخي به دافغانستان جنوبي او شرقي سیمي طالبانو ته تسلیم کیږي او بهرني ځواکونه به په بشپړ توب له دې منطقو نه وزي اوشمالي افغانستان ته به انتقال کیږي . بلاکویل د امریکا حکومت ته سلا ورکوي چي دافغانستان دشمال د ثبات لپاره ۴۰۰۰۰ سرتیري چي جنګی الوتکی ورسره ملګري وی کفایت کوی.

په دویم ګام کی په کال
۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸پوري د شمال  مختلفو قومونه ته اختیار ورکول کیږي چی د شمال په فدراسیون کي پاته کیږي او که هر یو ځانته ایالتي سیستم جوړوي . د افغانستان شرقي او جنوبي حصې چي د پښتنو منطقي به وي ، لمړی  طالبانو ته ورکول کیږي او بیا هغوی په خپل مابین فیصلې کوي چي څنګه حکومتي سیستم جوړوي.

د رابرت بلاکویل پلان پاکستان ته هم وړاندي شوی دی . اسلام اباد اساساً ددې پلان سره مخالفت نه دی ښودلی ،خو تشویش یی ښکاره کړی دی چی که امریکا دا پلان عملی کړي نو دا به د پاکستان لپاره زیاتي ستونزي را منځ ته کړي . دا پدې مانا چي امکان لري د افغانستان او دډیورنډ دکرښی په هاخوا پښتانه لاس سره یو کړي او دیوه لوی افغانستان لپاره و جنګیږي . پاکستان وایي ،موږ پښتانه پیژنو . هغوی داسي قوم دی چي د خپلي خاوري لپاره راتلونکي
۵۰ کاله هم جنګیدلای شي . که امریکا د بلاکویل پلان په رشتیا عملی کول غواړي ، نو بیا باید دافغانستان او پاکستان پوله د نظامی الوتکو په ذریعه وساتل شي . د پاکستان د تشویش د لیري کولو لپاره امریکا پاکستان ته ډاډ ورکوي او وایي چي امریکا به د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پوري مخصوص ملیشه وروزي او د همیشه لپاره به یې د افغانستان او پاکستان پر پولو باندي حتی په غرونو کي د مدافعې لپاره وساتي. پاکستان بیا دبلاکویل پلان له خپله اړخه د مسکو سره شریک کړی  . مسکو هم تر یو ځایه موافقه کوي خو پدې شرط چي د تاجکستان او ازبکستان پر پولو امریکایي سرتیري و نه ساتل شي اوهلته فقط افغاني سرتیري د پولو ساتل په غاړه ولري .

که څه هم په واضح توګه ویل شوي ندي چي د بلاکویل پلان په افغانستان کي دچا سره شریک شوی دی او یا د چا په سلا جوړ شوی دی ، خو دبعضو اظهاراتو نه څرګندیږي چی په دې پلان کي به څوک ښکیل وي . د مثال په توګه احمد ضیأ مسعود او محمد محقق ویلي دي چی په افغانستان کي نور څه امکان نلري غیر له دې چي دا پلان عملي شي . په افغانستان کي اوس فقط طالبان له طالبانو سره خبري کوي . د افغانستان ولسمشر طالبان وروڼه بولي او له خبرو نه یې څرګندیږي چي هغه د طالبانو سره تړاو لري . ثبوت یې دادی چي له یوې خوا کرزی غواړی طالبان په حکومت ور شریک کړي او له بلی خوا د بګرام په بندیخانه کي چی کوم طالبان ناست وه زیاد یې د کرزي په زور له بنده ایله شوه . اوس چی د بګرام بندیخانه و افغانستان ته ورتسلیم شوه ، په ډیر لږ وخت کی به یو طالب هم هلته پاته نشي . احمد ضیأ مسعود اضافه کوي چي په افغانستان کي حمید کرزی زموږ لپاره یو لوی پرابلم دی . تر کومه وخته چي دا پرابلم له منځه ولاړ نه شي ، په افغانستان ارامی ممکن نده . د احمد ضیأ مسعود له خبرو نه داسي اخیسته کیږي چه د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ددې خلکو له ګواښ سره مخامخ دی . احمد ضیأ مسعود وایي : په کال
۲۰۱۴ کي ټولټاکني دي . موږ به تر هغه وخته یو وړ کس و ټولټاکنو ته ور وپیژنو. که موږ ټولټاکني وګټلې ، د بلاکویل پلان به د »پلان بي« پر ځای د اړتیا تر وخته پوري پاته وي، او که موږ ټولټاکني ونه ګټو نو بیا د بلاکویل د پلان عملی کیده ضروري دي . عبدالرشید دوستم وایی : موږ یو ځل طالبانو ته ماته ورکړېده او بیا یې هم ورکولای شو . که دپښتنو اوزموږ په مابین کي ویش وشي ، زه و ټولو ته وعده ورکوم چی یو طالب او یا پښتون به هم ونه توانیږي چی موږ له ګواښ سره مخامخ کي . دوستم وایی زه یو عسکر یم او زما دنده به داوي چي خپلي پولي د دښمنانو له یرغل نه وساتم .

طالبانو هم په خپل وارغبرګون ښکاره کړی دی او په لمړي ګام کي یې و روسیې ته اخطار ورکړی دی . هغوی ویلي دي چی مسکو باید پوه شي چي په اتیا کلونو کي د هغوی مداخله په افغانستان کي د شوروي د ټوټه کیدو سبب و ګرځیده . که مسکو غواړي چی بیا دداسی ناورین سره مخامخ نه شي ، باید له افغانستان نه لاس واخلي او زموږدهیواد دښمنان نور پیاوړي نه کړي .

محترمو لوستونکو او د ګران افغانستان مینانو ! تاسو ته مالومه ده چی زموږ ګران هیواد په تاریخ کی څو څو ځله دداسی شومو ګواښونو سره مخامخ شوی دی اود وطن میړنو زموږ پلرنی هیواد د پردیو له منګولو نه خلاص کړی دی . دا وطن زموږ ابایی میراث دی او د هر افغان وظیفه ده چی هر یو د خپل توان سره برابرددی هیواد د یو والی په ساتنه او استقلال کی برخه واخلی . د ډیورنډ دکرښی ناورین چی په کال
۱۸۹۳ کی را منځ ته شو ، تر اوسه د هر افغان په سترګو کی اغزی دی . مه پریږدی چی دډیورنډ دکرښی په بغل کی د بلاکویل او یا ایلوډ کرښه هم اضافه شی . سرونه را پورته کړی ، سترګی خلاص کړی او غوږونه پورته ونیسی ، تر څو د وطن ددښمنانو په شومو پلانونو خبر شی او دهغو په مقابل کی کلکی مبارزی وکړی . زه یقین لرم چی هر وطنپال که پښتون وی ، ازبک ، تاجک او یا هزاره ، د وطن د يووالی لپاره هر یو د خپلو امکاناتو سره برابر مبارزه و کړی ، هیڅ یو کسی به ونه توانیږی ، چی دافغانستان قومونه یو له بله سره بیل کړی او یا یو افغانستان پر څو افغانستانونو وویشی . و من الله توفیق

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اسدالله فکري (Mittwoch, 15. Oktober 2014 08:13)

    ددې ډول ګواښونو د له منځه وړلو لپاره دا د هر یو افغان دنده ده چې ویښ شي او هغه بې خاصیته او د پردو لاسکوڅي ایجنټان هم وپیژني او چې کله یې هم وس ورسیږي د هغو د بدنامولو او افشا کولو هڅه دې وکړي تر څو
    نور افغانان هم ددې راز توطیو په وړاندې تاری ولري!

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind