دوکتور فاروق اعظم  
  Dr. Farouq Azam

ښــــــځــه

 

د جنت یوه ټوټه ده یو ښه کــــور

هـغه کور چې وي آرام بې شـر و شور

کـور محـل دی دسکـون او آرامۍ

د الـفــت، دمحـبـت، د خــوشـحالـۍ

کـور په ښـځه دی آبـاد او ښايـسته

په هغې دی ښکلی خوږ او آراسته

ښه ګلان درته راوړي له خپله باغه

آرزو دي دکلو چي کړې درچاغه

داده روح دکور کالـبد کي هميشه

چی روح نه وی تش کالبد نو ورکوه

ستا لباس دی، ستا پرده ده ستا عزت

ستا آبرو ده، ستا حيا ده ستا شوکت

دا نعمت چي دي په برخه، شه شاکر

خـپـله ښـځه نـازوه دخـدای ذاکــر

په تن لوڅه په نس وږې وي نهاره

دسـيالانـو وي ناسيـاله خواروزاره

په داټولو وي رضاچي ته رضا يې

پاچهی ده چي يو ته يې خواپخوا يې

ټول غمونه يې شي ورک له يوه سره

ستا خـندا چي پرشـنـډانو سی دبره

دا دنـــيا ومـافــيها ددې هـم تـه يې

که ته هرڅه يې که بد يې او که ښه يې

هی دريغه چي دې ښـځه وي آزار

ستا له لاسه يې زړګی وي تارپه تار

ګرځولی دي پرښځه وی خپل کور

سره سکروټه، تورلحد او سپيره ګور

خپل سکون په ډب واخ بدلوې څله؟

جوړ جنت په سوردوږخ اړوې څله؟

وويريږه،عرش لرزيږي چي ته لاس

پر مظلومی ښځي پورته کړې دپاس

دوکتور فاروق أعـظم

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind