محمد اسحق امانزی - ناروی

Mohammad Isshaq Amanzai, Norway

پنځه لنډغر

پنج لنده غر پرپنځو لارو باندي

پخته جاسوس دي په کالدارو باندي
----

تمن بګیر یي پلرنۍ دنده وه

معامله ګرهستند پرخاوروباندي

----

نخورده خود په خوله کي سوک دافغان

هست بې خبر له ماتو زاموباندي

----

کدام مسلک کدام هنر لري دوی

خیزک بزن پرسر د مارو باندي

----

مکن بلند د لړمانوسرنور

میخوري سري خود په زارو باندي

----

سوچ کن له عقله څخه کار واخله ته

وطن را مفروش په بازارو باندي

محمد اسحق امانزی
ناروي

12.09.2014

 

ملادي شنه سه

ملادي شنه سه خــــوارکیه مـخ دي تـور سو

نوم دي بایلود په تاریخ کي دي پیغــــور سـو

 

چي وعـــدې دي ورکـــــولې خــپل ولس تـه

غـــــلـبلې بـه دي وهــــلې هـــر مجلس تــــه

څه دي وکړه اوس دي غـل پراوږوسپـور سو

 

میړني خوناست پر ځـای وي ښـه سنګـــــینه

نه بـــــدنـام وي نــــــه ولس ورته بــــــد بـینه

شرم ښه دي نوم دي ورک سرد ي سرتورسو

 

صاحب نه شوې رنګ دي ژیړ پکښي بـدنامه

بې فــــایدې پــورته پایڅې مغــز کي سرسامه

څه به کړې چي ظالم نفس دربانــــدي زورسو

 

نور دي بس ده ترسږمو پـــوري بـه مــــوړیې 

کرارکښیـنه خـان  خــــاني لــــپاره جــــوړ یې

يې پلـــورلی د بې نـنګ دي پورته شــــور سـو

 

یــومــــتل د پخوانو دی ښـــــه یـــــــې واوره

حـــرص دي پـــــریږه چي اخربه څټې خاوره

امانـــــزی ګڼي په شـــا دربـانـدي  پــــور سو

 

امانزی ناروي ۱۵ مي ۲۰۱۴

ږغ

یوځل دي بیا د میني ږغ پـورته شو

که په رشــتیا دي اراده دغـــــه وي

تمــنا وه چي پـــوهیــــــدلی بــه یې

د مظــلومانــــــوعــــقیده  دغه  وي

کـه بشـري وي د زړه سوی در سره

د ژور فــکرفــــــیصله دغـــــه وي

افغان په زغرده ستا کړه وړه ولیدل

د زوړلیــوه  زړه کــیسه دغــــه وي

چي داشغال په طمع منـــــډي وهــې

ډک یې لـه جنګه سلسـله دغــــه وي

څومره چي وژني خوشحالي په کوي

ګران شهزاده ته پــــــروژه دغه وي

زما امانــزي لا زړه تــه نــــه لویدله

چي په دې عصر کي پــلمه دغه وي

امانزی ناروي جنوري۲۰۱۳ ۰۳

 

ګراني مــــــوري

د انسان لـــوړمــــقام له تا سره دی

ستا په ښکلا زمــوږ جهان ځـلیږي

ته هــربچي ته مهــــربانه مـور یې

ستا په لاسوخولوی انسـان زنګیږي

لومړئ ښوونکې د تعليم مي تـه یې

ستا په خواري سره بچیـان لـوئیږي

ته مي لاښوده لـــه نـــړۍ سره یې

ستا په ښوونـه عالـمان جــــوړیږي

ماشوم خبري ستاله غیږي زده کړي

ستا لـــه ښې میني مهـربان غټـیږي

عـــلـم دی ستــا د پیرزویــني نـــښه

ستـــاپه اغـاز سره تهــداب دریــږي

زه دي واري تر هر قـدم قــدم شــــم

ستا په ژوندون دزړه ګلان غوړیږي

د زنګانـــــه د خـــوب لــلو لـــلودي

زماهغه خوندهغه دوران خـوښــیږي

زه امانزي درتـــه ســـــلام کـــومــه

ستا په یاد اوښکي تـرچشمان بهــیږي

۲۰۱۲  امانزی ناروي  دسمبر ۳۱

 

  وطنه
وطنه ستا د اقبال ستـــوریوینـــم
 بیا دي غلیم پکښي مختــــوری وینم
پریږده چي کیږي نـن په غلا خبري
هرغارتګرپکښي کــــمزوری وینـم
د شـــواخون څپې خو تـــیري شولې
یونا اګاه کـــورکي سرزوری ویــنم
دغـه ارمان خــوډیرو ګورتــه وړی
زه یې پخوا په شان سرتـوری وینـم
د لمر رڼا دي پـر تـا تـــل ځــــلیـږي
پاس دي پرسرد فضل سیــوری وینم
چي پـه باڼودي پرهـــــارونه ګـــنډي
افـــغان ولس تاتـه غم خــوری وینـم
ته دي ازاد راتــــه سرلـوړی اوســې
زه امانزی به دي هـــرلـوری ویـنــم
امانزی ناروي ۱۲سپتمبر۲۰۱۲

لـوی څښـــتنه

زه موجود ناطـــق انسان یم دانسان راته مقـــام را

که احسان راسره وکړې د زړه رحم ته الــــهام را

قضاوت د فکر غواړم چي پرځان لــــږباوري شم

تیر تر زرو او زیور یم ستړي روح ته مي ارام را

تهديد نه وي له ټوپکه نه مي ژوند د بل ولــکه کي

ازادي د روح لپاره پـه قــلم زړه تـــــه پیـغــام را

توان راکړې د خــــبرو په منطق او استــدلال کي

د تفهيم ژبه چي زما وي په نيکي کښي یې انجام را

پوهېدلی یم په زغـــرده هرڅه ستا دي په قبضه کي

محتاج سوی ستا د نیازیم هــر بشر ته احتــرام را

دهـر بحث پر بنا به امانـــزی غوره اصول کـــړي

د نیکـــیوپـــــه رڼـــا کي پیرزویـــني تـــه دوام را

امانزی ناروي ۲۰ اګست ۲۰۱۲

 

ځـــوان افــغان زلـــمیه

ځوان افغان زلمیه پروت لـمبوکي د سره اور یمه

ســـوځم لولـپــه شـــوم د بابا دي کلی کــــور یمه

۰۰۰۰۰۰

پام تاریخ ته وکړه وطني ویاړ حـــماسوکي دی

پلار نیکه غـــیرت یي خپل دتوروازانګوکې دی

نوم یې لوړ اوچت په افغاني جګو شمـلوکې دی

ستا په لوړهمت به ستاپه لاس کي زه سمسوریمه

۰۰۰۰۰۰۰۰

زما ښکلي درې دتــورو شرنګ کښي ترانې لري

ټـــول افغاني وړونه خــــپل د میني افسانې لري

هرځای سره غــمیان وه په یووالي کي کیسې لري

نـن په نا عــــلاجه رنځ اخته وینـــوکي بــور یمه

۰۰۰۰۰۰۰۰

ورشه په نـــــړۍ کي وطنپال احسا سات وګـوره

ځـــوان نسل اګاه کړه د پایښت امکــانات وګوره

لـــوړعلم په زده کړه د پیشرفت جذبات وګـــوره

لاس له جنګه واخله دردیدلی کــــــور په کور یمه

۰۰۰۰۰۰۰۰

تیرشی ترنفــــاق د اتحــــاد ږغـــونه پــورته کړی

نوي مفکورې مـــود سمون لاروکوڅو تــــه کړی

نــوي ډیـــوې بلي دپـــوهني نـندارو تـــه کـــــړی

بــــل راته څراغ کړه ستا دغبرګو سترګو تور یمه

۰۰۰۰۰۰۰

تــورغـــلیمان ګوره شاوخوا مي راټــول شوي دي

غواړي ما ویجاړکړي ستردښمن د کهول شوي دي

ګــوري امانزی چي د نــامردو پـه رول شـوي دي

ښکــلی باغ د ګـــلوهرافغـــان تــه جنت نــور یـمه

امانزی ناروي   ۲۰اپریل ۲۰۱۱

 

غـــــــــمیزه

ستـــره شــوه غـــــمیزه هــراتل بانــدي ژړیږمه

مرګونه تکراريږي چي هــرځــل باندي ژړیږمه

ښکلي ځوانان مړه شوه هدیرې ورځـني ډکي دي

ولاړه باتــــوران پرهـرمرچل بانـــدي ژړېــږمه

ډیــره بېغوره شوه خپــل له لاسه په اور سوځمه

کنړپه سرولمبوکي پرګــومل مل بانــــدي ژړيږمه

وړونه سرګردان خوارمهاجر پردي وطن کي دي

مځکي شاړي شــوي پرکوتل بانـــدي ژړیـــــږمه

ناست دي دلالان چي په چوپړ کي دایران ګرځي

اوس د پاکستان ضرب الا جـــل باندي ژړیــږمه

ګـــرانه وطنداره ناځـــواني وطـــــن ته مه کـــوه

پایـــلي دي څــرګندي یــوپربل بانـــــدي ژړیږمه

امانزی بوداپست هنګري

۲۰۱۲جولای ۱۰

لاره


ستا د میــني پـــه نشه کي لاره ورکـــه شي لــه چـانـه
عــــقل نـه ګوري فضا تـــه وضع سمه ده کــه ورانــه
چي وطـن سوځي لمبوکي پــرځګر تڼـــاکي ګـــــــوره
داسي ګـرځي پـــه مغـــزو کي چي دوا نشــته اســـا نه
په دې کار کي توکــل نردی پـــټي ستـرګي روانـــــیږه
یابه پرې کړې خپلي غاړي یا بــــری ډک  له کــامرانه
قیاس وکړه چي اغـــزن زوزان پاشـــــلي دي پر لاري
هم دي پښې پکښې کي چوي هم به شې په زړه ستومانه
تصمیم کـلک نیسه باتـــــوره اوږد ســفرسـرګرداني ده
ژوند دي څــاره امانـــزیه خــــطرونه شته پـــریــما نه
    امانزی ناروی  ۳۰ مارچ ۲۰۱۲

 

غـــــــــلا

د وطن مشهوره غـله اوس رهــبران دي

تجـــربـــوکي پاخـه شوي کا سبــــان دي

نـن عجیبه ښه خــــواري ده په وطن کي

وږي تــږي د پیـــــسو بیخي لېوان دي

ملامت نـا ملامت نـــه څـــرګند یــــــږي

غــلاکوي نـارې وهي چي طا لــبا ن دي

د د ولت په ادارو کي خـــپل ســري د ه

لــوټــــماران د امـن سر کي امـــران دي

د ښاروڅخه بیرون خـپل سرسري شـوه

غـټ خانان او مـلکــان یې ښا ماران دي

د خپل سرقـتل اوقــتا ل پــوښتــنه نشـته

مسئولین دهـــري کــړني خــارجیان دی

پر مذهـب هم معامــلې دي شروع شـوي

ا ما نزیه ډ یرسپین ستــرګي دلالان دي

اما نزی ناروي ۰۷مارچ ۲۰۱۲

د لــوګرشهــیدان

راته بیا مي خوارزړګئ پـــه درد اختــه شو

په کوګــل کښي مي اور بل تــــور لولپه شو

کندهار کښي شهــــیدان په ویــنو رنــګ دی

چي لــوګر مي د مرګو په ویــــر اختـــه شو

هـــره ورځ نـــوی ماتــــم دی چي راږیږي

لــراوبروطـــــــن په اور کي سره لمبه شــو

ځـــوانه پورته دشــمـلې تاج را اوچت کـړه

ښارد کوټي د ظالـــم مرګي کــــوربه شـــو

لابه څومره سترګي پټي کـــاڼه ګـــــرځــو

خپله پـــړیـــوخارجي راتـــه پلـــمه شـــــو

پر خپل کوراوخپــل اولاد مورحــم وکړئ

چي کاروان داوښکو تـل د دوی میلمه شــو

ولي زمـــوږپه کـورکي تـوره تـــاریکه ده

د یــــووالي بل څراغ په زلـــزلــــه شــــو

د قــلم اود بیــــان پیغـــام اوچــت کــــړئ

چي راتلونکي ته ولاړ پرخپل موټه شــــو

زما د زړه پیغـــام که اورې لـــراو بــــره

فکروکړئ ټول وطن مو هـــدیـــــره شــو

افغانانو راځی لاس په لاس کي ورکـــړو

امانــــزیه لوړ عـزت له به ستـــا نـــه شو

محمداسحق امانزی

ناروي ۶ جون ۲۰۱۲

Tags: Amanzai, Mohammad Isshaq Amanzai, Mohammad Isshaq